ټولنه

په دايکڼدي کې دترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
په دايکنډي  ولايت کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول .
ددايکنډي  ولايت وياندې سکينې احساني دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې ددوى دسپرلۍ فلانکوچ موټر دنيلي ښار او دخدير  ولسوالۍ  ترمنځ سړک کې له خپل تګلوري  څخه واوښت اوچپه شو .
په دې پيښه کې اته تنه نور ټپيان شوي دي .
احساني  زياته کړه   چې دپيښې علت دفلانکوچ موټر دچلوونکې بې احتياطي  او ګړندى  تګ او هم په واټ کې  دزياتې واورې اورښت دى . 
سرچينې زياته کړه چې دپيښې ټپيان دترافيکو دپوليسو په واسطه دنيلي ښار ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته