سیاست

جمهور رئيس غني د یو شمېر هیوادونو او بین المللي سازمانونوله مقاماتوسره وکتل

کابل باختر دتلي پنځلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس په څنډه کې د ناټو سازمان له سرمنشي ینس سټولټنبرګ، د سويډن دلومړي وزیرله مرستیالې مېرمن آسا رومسن، د بریتانیا د بین المللي انکشاف له وزیر، د امریکا د بین المللي پراختیا ادارې اجرائیوي مدیرې مېرمن کیلي سمیت، والا حضرت شهزاده آغا خان او د افغانستان لپاره د هندوستان له ځانګړي استازي سره په جلاجلا توګه وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو کتنو کې یادو مقاماتو جمهور رئيس ته د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس د ښه ترسره کېدو مبارکي وویله او د راتلونکو انکشافاتو او د دې مرستو د موثر تطبیق په هکله یې خبرې وکړې.
جمهور رئيس او د ناټو سازمان سرمنشي له تروریزم سره د مبارزې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا او سیمه ییزو مسایلو بحث او خبرې وکړې.
له والاحضرت کریم آغا خان سره په کتنه کې په بېلابېلو پراختیايي برخو کې د آغا خان د پراختیايي شبکې د همکارۍ په هکله خبرې وشوې، کریم آغاخان په فرهنګي برخه،  د ګرځندوی فرصتونو پراخولو او د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدا راز په دې کتنه کې په قزاقستان کې د آغا خان شبکې اړوند د منځنۍ آسیا په پوهنتون کې د افغان محصلینو د جذب او د روغتیايي خدماتو د مدیریت په برخه کې د افرادو د روزنې په هکله بحث او خبرې وشوې.
جمهور رئيس د امریکا د بین المللي پراختیا ادارې اجرایوي مدیرې مېرمن کیلي سمیت سره په کتنه کې د انرژۍ په برخه کې د داخلي او بین المللي پانګونې د جلب په خاطر د پانګونو د ضمانت په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني د سويډن د لومړي وزیرمرستیالې مېرمن آسا رومسن سره په کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هغه هیواد د مرستوقدرداني وکړه او مېرمن رومسن له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د هیواد جمهور رئيس د افغانستان لپاره د هند له استازي سره په کتنه کې هند د افغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د زیربنايي پروژو په برخه کې یې د هغه هیواد له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه.
پدې ترتیب جمهور رئيس غني او د بریتانیا د بین المللي پراختیا وزیر روري سټیوارټ پخپله کتنه کې د افغان حکومت د پراختیايي پروګروامونو او په دې برخه کې د بریتانیا د مرستو پر دوام بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته