ټولنه

خبرتيا

کابل / دمرغومي ٩مه / باختر :
دژوندانه دچاپيريال ساتنې  دملي ادارې خبرتيا
دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي ادارې اودهوا دککړتيا دمخنيوي عالي کمېسيون  داړوندو وزارتونو او ادارو داستازو په غړيتوب څلورملي  اجراييوي کمېټې جوړې کړې دي چې په کابل ښار کې دهوا دککړونکو سرچينو دله منځه وړلو  لپاره بيړني او عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
دژوندانه دچاپيريال ساتنې اداره ددغې خبرتيا په خپرولو سره دکابل له ګرانو  ښاريانو څخه غواړي چې دهوا دهر راز ککړونکو سرچينو په تېره بيا ددولتي او غير دولتي تاسيساتو ، پوهنتونونو ، فابريکو ، لوړپوړيزو ودانيو ، دواده دسالونونو، دلامبو وهلو  دډنډونو دخښتو دپخولو دداشونو او دهغو نورو سيمو  دکتنې په صورت  کې چې له اندازې څخه زيات لوګي خپروي او دکابل ښاردهوا دککړتيا سبب کېږي  دقيق  ځاى يې په  رسمي وختونو کې له  ١٦٩ شمېريې  سره واتسپ وايبر او تلګرام له لارې دژوندانه دچاپيريال ساتنې دپلټوونکو دګرځنده ټيم له  ٠٧٤٥٦٤٢٨٢٨ شميرې سره شريک کړي اودځان او نورو دروغتيا اوسلامتيا دساتنې په وړاندې خپل هېوادنۍ مسووليت اداکړي .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته