فرهنګ

د ژوند چاپېريال ساتنې د ادارې او د اطلاعاتو او فرهنګ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او د عزيزي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

کابل/ د لړم ۱۲ مه/ باختر
د ژوند چاپېريال ساتنې ادارې د ژوند چاپېريال ساتنې لپاره د عامه پوهاوي د قانونمند کولو په موخه نن د اطلاعاتو او فرهنګ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او له عزيزي خصوصي بانک سره هوکړ ليکونه لاسليک کړل.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د ژوند چاپېريال ساتنې ادارې معين انجنير  عزت الله صديقي د دغو هوکړه ليکونو د لاسليک موخه د ژوند چاپېريال ساتنې او د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه د هېوادوالو لپاره د عامه پوهاوي قانونمند کول وبلل او ويې ويل: د ژوند چاپېريال ساتنې ٥ کلن پلان برابر شوى دى او په کې د ٢٢ وزارتونو مسووليتونه مشخص شوي دي چې عامه پوهاوى د دغه پلان يو ډېر اساسي پروګرام دى.
د رسنيو، ديني موعظو، ورکشاپونو، سيمينارونو او د مقالو د خپرولو له لارې د ژوند       چاپيريال ساتنې لپاره خلکو ته د پوهاوي ورکول بايد رسمي او قانونمند وي او دغه هوکړه ليک د هغو د قانونمند کولو لاره اواروي.
هغه وويل چې دغه هوکړه ليکونه د حج او اوقافو له وزارت سره د درېيو کلونو لپاره   د اعتبار وړ دي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د يو کال لپاره لاسليک شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين سېد آقاحسين فاضل سانچارکي د ژوند چاپيريال ساتنې موضوع مهمه او اساسي وبلله او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه پوهاوي د يو زيات شمېر کمېسيونونو غړى دى او هېوادوالو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې ژمن دى.
هغه وويل: موږ پر دولتي او نادولتي رسنيو څارنه لرو؛ زموږ مسووليت دى چې د ژوند چاپېريال ساتنې په اړوند د ټولو رسنيو همکاري جلب کړو.
هغه زياته کړه: موږ د دولتي ورځپاڼو او د باختر آژانس له لارې چې يو سابقه لرونکى او اعتبار لرونکى آژانس دى؛ په مرکز او ولايتونوکې د ژوند چاپېريال ساتنې په اړوند د پوهاوي ورکولو پيغامونه او مقالې خپرو. دغه راز په پام کې ده د ملي ټلويزيون له لارې تصويري او راډيويي پيغامونه هم خپاره کړو.
هغه وويل: د رسنيو د تاسيس د ډول د مقررې پر بنسټ، آزادۍ رسنۍ مکلفې او موظفې دي چې په خپلو خپرونوکې د ژوند چاپېريال ساتنې په اړوند د پوهاوي ورکولو مسئلې په پام کې ونيسي.
د دغې مقررې له مخې، رسنۍ بايد عامه پوهاوي له ٥٠ څخه ٦٠ سلنې تخفيف سره خپور کړي.
سانچارکي زياته کړه: د هوا د ککړتيا په مخنيوي او د ژوند په چاپېريال ساتنه کې خلکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره د راډيويي او ټلويزيوني پيغامونو خپرول، ورکشاپونه، علمي سيمينارونه او ګردي ميزونه ډېر مهم دي او دا زموږ دنده او مسووليت دى چې په دې برخه کې مخکښ و اوسو.
وروسته د حج او اوقافو وزارت معين تاج محمد مجاهد وويل: موږ هېوادوالو ته  د پوهاوي ورکولو لپاره د ژوند چاپېريال ساتنې ادارې د پروګرامونو ملاتړ کوو.
هغه وويل چې د پوهاوي ورکولو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږي لپاره دهوا د ککړتيا د عواملو مشخص کول او د امکاناتو او سرچينو برابرول ډېر اړين او مهم دي.
د هغه د څرګندونوله مخې: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چمتو دى چې د جوماتونو، تکيه خانو او د علمي او ديني غونډو له لارې چې په هغوکې عالمان ګډون ولري، خلک د ژوند چاپېريال ساتنې ته وهڅوي.
د غزيزي بانک رييس محمد سالم اميد هم د ژوند چاپېريال ساتنې د ارزښت په اړوند د پوهاوي ورکولو په لاره کې خپله همکاري څرګنده کړه.
پاى فذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته