کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې پرون دامبولانس د چپه کيدو له امله يو تن شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
د دايکنډي ولايت دميرامور ولسوال سيد محمد هاشمي دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دغه امبولانس موټر چې له دغې ولسوالۍ څخه دسنګان کلي په لور روان و ،له سړک څخه بې لارې شو او چپه شو چې له امله يې يوه ميرمن شهيده او درې تنه نور ټپيان شول.
ټپيان د اړوندې ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي او ويل کيږي چې د ټپيانو حالت مخ په ښه والي دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ