کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٣ :
د هېواد د پاورلفتنګ د ملي ټيم ورزشکارانو په هندکې د سبروتو جام له سياليو څخه د سرو زرو ٩ مډالونه ، د سپينو زرو ٣ مډالونه او د برونزو ٣ مډالونه ترلاسه کړل.
د بدني روزنې او ورزش رياست د خپرونو مسوول عارف پيمان نن باختر آژانس ته وويل چې يوولسو تنو ورزشکارانو د پاورلفتنګ د څانګې په درېو برخوکې د مرغومي دمياشتې له شپږمې نيټې څخه ترلسمې نيټې پورې په هندکې د سبروتو جام په سياليوکې ګډون وکړ چې وتوانيدل، د سرو زرو ٩ مډالونه، د سپينو زرو ٣مډالونه او د برونزو ٣ مډالونه د افغانستان په نامه ثبت کړي .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: ټاکل شوې ده دغه ورزشکاران د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ هېواد ته راستانه شي .
0 1 دقیقه لوستل