امنیت

دافغانستان دختيځ په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو زور اخستل

-کابل باختر دوږي  دولسمه :
په داسې حال کې چې دافغانستان خلک دنيکمرغه لوى اختر دمبارکو ورځو دتيرولو په حال کې دي دهېواد دختيځ په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونو بيا زور اخستى دى .
دنيکمرغه لوى اختر له لومړى شپې څخه تراوسه پورې دکونړ او نورستان دولايتونو ځينې سيمې دلسګونو توغنديو دلګيدو ډګر دى .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو راکټي بريدونوکې څو کورونو ته زيان اوښتى دى .
دپاکستاني پوځيانو ددغو راکټي بريدونو له امله دسرزيان نه دى اوښتى خو ددې سبب شوي دي چې په لسګونو کورنۍ بيا له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړيکو له ترينګل  کيدو وروسته دهېواد دختيځ په ځينو سيمو دپا کستاني پوځيانو يو اړخيزو او راکټي بريدونو زور اخستى دى .
دغه راکټي بريدونه څلور کاله مخکې پيل شول او دافغانستان دحکومت له تندو غبرګونونو او دملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته دافغانستان له شکايت سره سره دغه بريدونه دوام لري .
  ختم _ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته