سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

-کابل باختر دکب نهمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي له ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې مذاکراتو، سیمه ییزه همکاریو، په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او نورو پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د کابل پروسې په ناسته کې د اروپايي ټولڼې د ځانګړي استازي له ګډون څخه د مننې ترڅنګ یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، د افغانستان او اروپايي ټولنې مشارکت په دوه اړخیزو ګټو او ارزښتونو ولاړ دی.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان موقعیت د سیمې د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي ودې او همکاریو په برخه کې پام وړ رول ولري او موږ د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره دوستانه مناسبات او په دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړو.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا د خپل هېواد په استازیتوب جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته د ټاپي مهمې پروژې او د کابل پروسې د کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله.  نوموړي همدرانګه د جمهور رئیس غني په مشرۍ د سیمه ییزې همکارۍ، اقتصادي ودې، د لویو پروژو د تطبیق، اصلاحاتو، د ښځو حقونو ته د پاملرنې او نورو برخو کې د ملي یووالي حکومت هڅې او لاسته راوړندې د قدر وړ وبللې او زیاته یې کړه،  اروپايې ټولنه به د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته