ټولنه

په پروان کې له شلو زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د وږي  دريمه :
له هغو شلو کورنيو سره چې په پروان ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله زيانمنې شوې وې مرسته وشوه .
دپروان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دخپرونو دڅانګې مسوول باختراژانس ته وويل: له هغو شلو کورنيو سره چې دپروان ولايت داړوندو ولسواليو له بيلابيلو ساحو  څخه  داورښتونو او دسيلاونو دراوتلو له امله يې کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې وې  ددغه ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست له خوا ديوې  اندازې ضروري موادو مرسته وشوه .
دپروان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست سرپرست انجنير عبدالواسيع عزيزي وويل په دغو مرستو کې ترپالونه ، دپخلنځي لوښې ،بوټان ، جرابې ، جاکټونه او دڅښاک داوبو بوشکې شته .
ددغو سيلاونو له امله يوه زيانمن شوي محمد عزيز وويل په زيانمنو شويو کسانو ويشل شوي توکي ناکافي دي او موږ دزياتو مرستو غوښتنه کوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته