فرهنګ

پوهانودامير علي شير نوايي دنړيوال سمپوزيم په دريمه ورځ خپلې مقالې وړاندې کړې .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دشاعر، ليګوال  او دسلطان حسين بايقرا دصدراعظم امير الکلام نظام الدين علي شيرنوايي ددويم نړيوال سمپوزيم  دريمه ورځ نن په بابر بڼ کې ديوې غونډې په ترڅ کې جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې په کابل ښار کې  دبابر دماڼۍ  دکنفرانسونوپه سالون کې جوړه شوه له دوستو او ګاونډيو هېوادونو څخه ديوشمير ميلمنو په ګډون سربيره دهېواد له بيلابيلو قومونوڅخه پوهانو او فرهنګيانو اويوشمير  نوايي پيژندونکو برخه اخستې وه .
دامير علي شيرنوايي دنړيوال سمپوزيم دکار په دريمه ورځ پوهاند ډاکتر عبدالقيوم قويم ،  څيړنيوه محې الدين هاشمي ، استاد خير الدين خيرخواه ، له ازبکستان څخه پروفيسر  عبدالله اعظموف ،  استاد محمد کاظم اميني ، له تاجکستان  جمهوريت څخه ډاکتر سيد خواجه عليزاده او استاد عبدالرزاق  رويين خپلې مقالې حاضرينو ته وړاندې کړې .
په دغو مقالو کې دغه راز دامير علي شير نوايي دژوندانه او اثاروښې بيلګې او دده دشخصيت بيلابيل اړخونه په ډاګه شول .
وروسته دسمپوزيم  په بهير کې  دپوښتنې او ځواب برخه پيل شوه چې په هغې کې ځينو هغو پوښتنو ته چې دسمپوزيم  دبرخه والو  له خوا طرحه شوې دنوايي پوهانو له خوا ځوابونه ورکړى شول .
  په دې غونډه کې دغه راز ديادونې هغه لوحې ددغه سمپوزيم  د جوړولو په مناسبت دکابل ښاروالۍ له خوا برابرې شوې وې  له دوستو هېوادونو څخه يوشمير برخه والو ميلمنو ، نوايي پيژندونکو  او هغو فرهنګيانو ته وړاندې شوې چې په دې سمپوزيم  کې يې عملي ونډه لرله .
  برخه  وال  دغه راز دبابرشاه مزار ته لاړل او ددرناوي په دود يې د ګلو  ګيډې  کيښودې ، دسمپوزيم  برخه والو وروسته دکتاب هغه نندارتون وکوت چې دکابل ښار دکتاب خپرونکو اوکتاب پلورونکو له خوا جوړ شوى و .
دافغاني هنرمندانو په کنسرت  کې ګډون په کابل کې دسمپوزيم  دکار دپاى ته رسيدونکو مراسمو يوه بله برخه وه .
له دوستو هېوادونوڅخه ميلمه هئيتونه چې په دې سمپوزيم کې  يې ګډون کړى و ټاکل شوې وه سبا هرات ته لاړ شي  چې په دغه ولايت کې دحضرت امير شير علي نوايي مزار ا ودنوايي ددوران نور يادګاري ځايونه وګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته