د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم پخوانى ښوونکى وايي چې د افغانستان د فوټبال په فدراسيون کې ځانګړې کړۍ د فوټبال د ودې او پرمختګ مخه نيسي.
پيتر شګرت په کابل کې په يوه خبري غونډه کې د فوټبال فدراسيون د مسوولينو دغه خرګندونې ردې کړې چې ګنې دى د زياتو امتيازونو د ترلاسه کولو په خاطر له خپلې دندې ګوښه شوى دى.
شګرت وويل: د څه ناڅه دووکلونو په موده کې چې د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم ښوونکى وم؛ له زياتو ستونزو سره مخامخ شوم. د فوتبال فدراسيون د مسوولينو له خوا زما په کاري چاروکې لاس وهنه وشوه او د فوټبال د ودې په خاطر د پروګرامونو مخه يې ونيوله .
ده د خپل ګوښه توب په باب وويل: د فوټبال فدراسيون رييس او سکرتر جنرال زه يې ګوښه کوم، زه افغانستان ته راغلم او د فوټبال د ملي ټيم سر ښووزنکى شوم او زما يواځنى مقصد د افغانستان د لوبغاړو وده وه او ما غوښتل نړيوالو ته وښيم چې په افغانستان کې هم د فوټبال استعدادونه شته چې بايد ورته پاملرنه وشي. خو د افغانستان د فوټبال فدراسيون مسوولينو څو ځلې په ماتور ولګاوه چې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته راغلى يم او زما هدف د فوتبال وده نه وه، خو د افغانستان د فوټبال فدراسيون څرګنده کړه چې پيتر شګرت د زيات معاش د غوښتنې په دليل ګوښه شوى دى.