روغتیا

په خپل سر د محرکو جنسي درملو کارول دمرګ خطر لري

 

کابل باختر د وري  څليرويشتمه

 دطب  ډاکتران وايي په خپل سر دمحرکو جنسي درملو کارول  سخت خطر لري .

 داپه داسې حال کې ده چې دسلدنافيل په نامه  دغه درمل په زياتي اندازې سره دکابل ښار دپل خشتي په سيمو او په سراي شمالي کې دګرځنده پلورونکو له خوا وړاندي کيږي او زيات شمير خلک په تيره بيا ځوانان يې کاروي .

  دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو دتطبيق اوپلټنې ډاکتر ابراهيم کامل دباختر اژانس خبريال ته وويل،  دغير فني کسانو له خوا او هغه هم په بازار کې دسلدنافيل د تابلتونووړاندي کول  يوه سخته اوله انديښنې ډکه ستونزه ده .

  ده زياته کړه، په وار وار يې ددغه شان درملو دوړاندي کيدو مخه  نيولې ده اوزياته  اندازه محرک  جنسي  تابلتونه  يې له ګرځنده پلورونکو څخه راټول کړي دي  خو بيا هم  فرصت غوښتونکي کسان په دغه عمل لاس پوري کوي .

 ډاکتر کامل وويل، په دې اړوند پوليس بايد له موږ سره همکاري  وکړي او په حقيقت کې ددغه شان درملو وړاندي  کول  دروغتيايي قوانينو له نظره جرم او دقانون پرخلاف عمل دى .

 ده  څرګنده کړه ،ددغه رياست موظفينو په بازار کې دسلانافيل  ددرملو دوړاندي کولودمخنيوي لپاره تل هلې ځلې  کړي دي خو وړاندي کوونکي له وخت څخه استفاده کوي او په دغه غير قانوني عمل لاس پوري کوي .

 دغه راز دکابل دطبى پوهنتون استاد پروفيسر نجيب الله امر خيل  د ډاکتر له سلامشوري  پرته دسلدنافيل له درملو څخه استفاده ژوندانه ته سخت خطر وباله .

 زياته يې کړه ،هغه کسان چې دزړه له ناروغي سره مخامخ دي بايد په دى پوه شي چې سلدنافيل دزړه تکليف زياتوي او هم له هغو څخه استفاده کوونکي روږدي کيږي او دسترګو دليدنې  حالت هم له ستونزو سره مخامخ کوي او جنسي کمزوري رامنځته کوي .

 پروفيسر امر خيل څرګنده کړه: په طبابت کې  محرک جنسي  درمل په ځينو خاصو حالاتوکې  د ډاکتر له خوا  تجويز کيږي  خو هغه کسان چې دزړه ناروغي، دوينې فشار د ځيګر تکليف لري په قطعى ډول بايد سلدنافيل ونه کاروي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته