سیاست

داطلاعاتو او فرهنګ ، کانونو ، سوداګرۍ او صنايعو او داقتصاد وزيرانو نن دولسي جرګې په استيضاح غونډه کې ګډون وکړ او دملت داستازو پوښتنو ته يې ځواب ووايه .

کابل- باختر د وري  دولسمه :
داطلاعاتو او فرهنګ ، کانونو ، سوداګرۍ او صنايعو او داقتصاد وزيرانو نن دولسي جرګې په استيضاح غونډه کې ګډون وکړ او دملت داستازو پوښتنو ته يې ځواب ووايه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دولسي جرګې په ننني غونډه کې چې ددغې جرګې درييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ  جوړه شوه لومړي دملت استازو داستيضاح دڅرنګوالي په باب  خبرې وکړې، ځينې په دې عقيده وو چې يوولس تنه وزيران دې يو ځاى دملت داستازو په وړاندې حاضر شي .
په پاى کې له ټولپوښتنې وروسته دملت استازو موافقه وکړه چې له  څلوروحاضرو وزيرانو څخه پوښتنې طرحه کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ ، کانونو ، سوداګرۍ او صنايعو او داقتصاد وزيران په غونډه کې  حاضر شول او د ١٣٩٠ کال دپرمختيايي بودجې دلګولو په باره کې يې دملت داستازو دپوښتنو په وړاندې  څرګندونې وکړې .
  ددغو وزيرانو دڅرګندونوله مخې، په سلو کې څه دپاسه پنځوس پرمختيايي بودجه يې لګولې ده .
په پاى کې دملت استازو وپتيله  چې په راتلونکي  غونډه کې دې دماليې وزير احضار او داستازو پوښتنو ته دې ځواب ووايي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته