امنیت

دننګرهار مرکزي جيل ته دنيشه يي توکو دليږدولو مخنيوى.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
دننګرهار ولايت مرکزي جيل ته دنيشه يي توکو دليږدونې مخه ونيوله .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دوکوچنيو هلکانو غوښتل ، يوه اندازه چرس جيل ته وليږدوي.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغو هلکانو په مهارت سره په خپل بدن پورې دچرسو کڅوړې تړلي وو.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دغو هلکانو دنيشه يي توکو کاروونکو ته نيشه يي توکي ليږدول اويا احتمالي پلورونکو ته يې .
ديوبل خبرله مخې : ديارلس تنه په ننګرهار ولايت کې دجنايي جرمونو په اړوند ونيول شول.
پوليس وايي : دغه کسان په وروستيو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت په اړوند سيمو کې دغلا، دنيشه يي توکو دقاچاقو ، وژنې او انسان تښتونې په تور نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته