امنیت

په زابل کې د عالمانو د شورا مرستیال ووژل شو

قلات باختر د وږي د میاشتې ۵ مه
د زابل ولايت د عالمانو د شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم حکمت د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وویل چې د عالمانو د شورا مرسيتال له تېرو درې ورځو راهیسې نادرکه وو چې نن يې د شاجوی ولسوالۍ د بره خان په سيمه کې جسد موندل شوی دی.
سيال زياته کړه لا معلومه نه ده چې د عالمانو د شورا مرستيال د چا له خوا وژل شوی دی،خو د پوليسو پلټنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته