نړۍ

په پاکستان کې د دريو تنو ښوونکو وژل کيدل.

پيښور-  دى نيوز – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
دخيبر – پښتونخوا په ايالت کې په يوه ښوونځي دناپيژندل شويو کسانو دبريد له امله درې تنه ښوونکي  ووژل شول .
دپاکستان دخبري منابعو دخبرله مخې : دهنګو ښار پوليسو له خبريالانو سره په خبرو کې وويل  چې يرغلګرو  ددغه ښار دکجباندا دسيمې په يوه ښوونځي په وسله وال بريد سره ددغه روزنيز مرکز درې تنه شيعه ښوونکي ووژل .
پوليسو زياته کړه  چې دغه وسله وال کسانو دجنايت له ترسره کولو وروسته په بيړه دپيښې له ساحې څخه وتښتيدل او امنيتي ځواکونو هم  ددغې پيښې دعاملينو دموندلو لپاره عمليات پيل کړي دي .
تر اوسه پورې ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته