سیاست

طالبان د نوي مشر د ټاکنې پرسر دغه راز مخالفت لري

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٥ :
دملامحمدعمر دکورنۍ غړو پرون د پاکستان په کويټې ښارکې په يوه غونډه کې  له ګډون وروسته د شورا له لارې د طالبانو د نوي مشر پرټاکلو  ټينګار وکړ.
د باختر آژانس دخبر له مخې : 
پاکستاني رسنيو د ملاحميدالله له خولې چې دطالبانو دمنځګړيتوب دهيئت غړى دى؛ ويلي دي چې د ملاعمر کورنۍ د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمدمنصورله ټاکلو سره مخالفت کوي. خو هغوى پرون ديوې شورا له لارې دنوي مشر  په ټاکلو سره خپله موافقه اعلام کړه.
پخوا د طالبانو يوشمېر غړو د دې غوښتنه کړې وه چې د دغې ډلې نوى مشر دې د ملامحمدعمر د کورنۍ له غړو څخه وټاکل شي او اوس ملاحميدالله وايي چې د ملامحمدعمر د کورنۍ غړو دغې شورا ته واک ورکړى دى او ژمنه يې کړې ده چې د دغې شورا د هرې پريکړې ملاتړ به وکړي .
ملا حميدالله او مولوي نورالدين ترابي  دشخړو دحل او  دطالبانو دډلې لپاره دنوي مشر دټاکلو دشورا غړي دي.
د طالبانو دمشرملامحمدعمر دمړينې دخبر او ددغې ډلې دنوي مشر په توګه دملا اختر محمد منصور د ټاکنې د خبر له اعلامولو وروسته د طالبانو په مشرتابه کې   څو ډلې رامنځته شوې دي . خو  د  طالبانو ويندويانو دغه خبر  رد کړى  او ويلي يې دي چې د طالبانو په مشرتابه کې د اختلافاتو د رامنځته کيدو په باب خبرونه  حقيقت نلري.
خو د طالبانو د مشرانو او قوماندانانو له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې  هغوى په خپلو کې سخت مخالفتونه لري .
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مسئوول سيدطيب آغا د ملاعمر د مړينې دپټ ساتلو او د طالبانو د نوي مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور د ټاکل کيدو په اعتراض کې له خپلې دندې څخه استعفاکړې ده.
د طالبانو يوشمېر مشران دپاکستان په آى اس آى تور لګوي چې طالبان يې تر خپل  کنترول لاندې نيولي دي او هلې ځلې کوي چې خپل نظر په هغوى تحميل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته