سیاست

افغانستان د خپلې خاورې له لارې پاکستان ته د ازبکستان د برښنا له لېږد سره موافقه وکړه

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

د وزیرانو شورا له ازبکستان څخه د برښنا له پیرودنې او د افغانستان له لارې پاکستان ته د هغې له لېږد سره موافقه وکړه.

دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ

د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه، په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سفارت هغه یادداشت وڅیړل شو چې په هغه کې د ازبکستان له هېواد سره د افغانستان له لارې  پاکستان ته د برښنا د لوړ ولټاژ مزي د غزیدو یادونه شوې وه او د افغانستان له حکومت څخه په دغه یادداشت کې غوښتنه شوې وه چې افغانستان دې د خپلې خاورې له یوې مناسبې لارې څخه  پاکستان ته د برښنا د دغه مزي له غزیدو سره موافقه وکړي.

د وزیرانو شورا په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د یادداشت له څیړلو وروسته، په اصولوکې موافقه وکړه چې د ازبکستان له هېواد څخه د پیرودل شوې برښنا د لوړ ولټاژ مزی دې د افغانستان له لارې پاکستان ته وغزول شي.

د انرژۍ  او اوبو وزارت د معین غلام فاروق قاضي زاده  په وینا پاکستان ته د دغه مزي د غزیدو تګلوری او شرایط به د افغانستان او پاکستان د تخنیکي ډلو له خبرو وروسته مشخص شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته