امنیت

په روزګان کې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
په روزګان ولايت کې د نويو هوايي بريدونو له امله د طالبانو د ډلې ٢٧ تنه غړي ووژل شول او ٢٠ تنه نور ټپيان شول.
دغه بريدونه  د طالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: طالبانو د دهراوود ولسوالۍ په چتوى کلي کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې د ناتو د بې پيلوټه جنګي الوتکو له خوا پرې بريدونه وشول.
د روزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ويس صميمي دباختر آژانس خبريال وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د طالبانو د ډلې ٢٧ تنه غړي ووژل شول او ٢٠ تنه نوريې ټپيان شول.
د جنرال صميمي د څرګندونو له مخې: په وژل شويوکسانوکې دوسله والو طالبانو درې تنه قوماندان هم شامل دي .
په دغو هوايي بريدونوکې د طالبانو څو پټنځي ويجاړ شوي او په لسګونوجنګي وسايل يې هم له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته