کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
په هلمند ولايت کې د يو پوليس د ډزو له امله دوه تنه نور پوليسان ووژل شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخوا کې د مارجې ولسوالۍ په يوه پوځي قرارګاه کې رامنځته شوې ده.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه سرتيرى له وسله والوطالبانو سره اړيکې لرلې او يا شخصي دشمنۍ د دغه مرګانى بريد اصلي انګيزه ده؟
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي عبدالاحدچوپان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې يرغلګرپوليس د امنيتي مامورينو له خوا نيول شوى دى او د دغه بريد د انګيزې په باره کې تحقيقات دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ