سیاستخبرونهاقتصاد

د پاکستان د کابينې  يو غړى سبا کابل ته راځي

 کابل، د چنګاښ٢٥مه، باختر

ټاکل شوې ده  د پاکستان د سوداګرۍ وزير سبا کابل ته راشي او د ډبرو سکرو د بيې د کمښت په ګډون د ترانزيتي او تجارتي مسئلو په اړوند د اسلامي امارت له مقاماتو سره ليده کاته او خبرې وکړې.

سره له دې چې د افغانستان د اسلامي امارت رسمي خبرځايونو کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ وزير د سفر په اړه څه نه دي ويلي خو يوې پاکستانۍ ورځپاڼې نن خبر ورکړ چې د پاکستان د سوداګرۍ د وزير په مشرۍ  يو لوړ رتبه پلاوى سبا د چنګاښ په ٢٦مه  کابل ته سفرکوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې”بزنس ريکوردر” خبر ورکړى، چې په دې پلاوي کې به  د پاکستان د بېلابېلو ادارو استازي شامل وي.

د ورځپاڼې د خبرله مخې؛ د کراچۍ په بندر او د تورخم او غلام خان لارو او دروازو کې ٢٤ ساعته خدمتونه، د خدمتونو د آسانتياوو لپاره د زياتو بشري منابعو ګومارل، ډيورنډ کرښې ته څېرمه په افغانستان کې د بنسټیزو خدمتونو ښه والی او د ډبرو سکرو د بيې کمښت؛ هغه موارد دي چې ټاکل شوې ده دغه پلاوی به پرې له افغاني مقاماتو سره خبرې وکړي.

اوس افغانستان هره ورځ  تر ٣ زره ټنه پورې د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي، پاکستان ته د افغانستان له خوا د يو ټن ډبرو سکرو د صادرولو ګمرکي تعرفه ٢٠٠ ډالره ټاکل شوې ده، په داسې حال کې چې پاکستان په کالدارو د افغانستان د ډبرو سکرو د پېرودنې غوښتنه کړې ده.

افغانستان پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړوند د دغه هېواد له حکومت سره  کومه رسمي موافقه نه لري او د ډبرو صادرات د خصوصي سکتور له خوا ترسره کېږي.

د افغانستان د اسلامي امارت مقامات ټينګار کوي؛ چې د ډبرو سکرو پلور  د هېواد په پيسو(افغانيو) ترسره کېږي او دا چې نورو هېوادونو ته صادر شوي سکاره په بهر کې  په کومو اسعارو  پلورل کېږي په افغانستان پورې مربوط نه دي.

بايد وويل شي، چې د افغانستان د ماليي وزارت  له لوري د ډبرو سکرو د ګمرکي تعرفي په لوړولو سره سره  د افغانستان د ډبرو سکرو بيه د بل هر هېواد په نسبت ټيټه ده.

له بله پلوه اقتصادي کار پوهان وايي، چې پاکستان په ترانزيتي مسئلو کې زياتره هلې ځلې کړي چې يو اړخيز امتياز ترلاسه کړي  او په دې اړوند  ډېر کم حاضر شوى دى چې د افغانستان حق رعايت کړي.

له شک پرته  اسلامي امارت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزيتي تګلورو  د کارولو لپاره پر انډوليزې استفادې ټينګار وکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته