امنیت

په ننګرهارکې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه ديوه ډاکتر ژغورل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
يو ډاکتر په ننګرهار ولايت کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد شو.
ډاکترنجيب الله څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې په بټي کوټ ولسوالۍ  ديوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوى و.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ ډاکتر نجيب الله تيره شپه  دملي امنيت دمنسوبينو په ځانګړو عملياتو کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړاى شو.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل : انسان تښتوونکو دغه ډاکتر د پيسو دترلاسه کولو په موخه  تښتولى و.
ده وويل ؛ ډاکتر نجيب الله تيره شپه دملي امنيت دمنسوبينو په ځانګړو عملياتو کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړاى شو.
ويل کيږي انسان تښتوونکي په تيښتې بريالي شوي چې دهغوى د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته