امنیت

په غور کې د داعشيانو اوطالبانو ترمنځ جګړه

 فيروزکوه باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ :
  دفيروزکوه ښار ته څيرمه  په مرغاب رغسکن  کې دداعشيانو اوطالبانو ترمنځ جګړه دوام لري .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي له باخترآژانس سره په يوه ټيلفوني اړيکه کې وويل ؛  له دريو ورځو را هيسې دفيروزه کوه ښارته څيرمه په مرغاب سيمه کې دداعش دډلې او دوسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري .
ده زياته کړه  په دې  جګړه کې  دواړو لورو ته دسر زيان اوښتى دى.
خطيبي ددې خبر په ردولو سره  چې ګنې داعشيانو اوولس تنه ملکي وګړي په ډزوسره وژلي دي   رد کړه ، او زياته يې کړه  چې دغه پيښه واقعيت نلري  او دا يوه ناسمه آوازه ده  .
خطيبي  وويل جګړه دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ هغه وخت  ونښته  چې څو ورځي مخکې دداعش دډلې څلور غړي په فارياب ولايت کې ووژل شوي وو ، او مړي  ددغه ولايت په   په رغسکن کلي  کې دداعشيانو په اډې ته وليږدول شول  او داعشيانو دخپلو افرادو دوژلوپه غچ اخيستنې سره له طالبانو سره جګړه پيل کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته