ټولنه

په پروان کې له ٢٧٤ سيلاو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دمرغومي  دمياشتې ١٦:
په  پروان کې د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې  نمايندګۍ له ٢٧٤ سيلاو
ځپلو کورنيو سره  د خوراکي توکو او  جامو مرسته وکړه.
په پروان ولايت کې  دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې  دنمايندګۍ   درئيس  عبدالرحيم دڅرګندونوله مخې : له هغې سروې سره سم  چې  پخوا  دپروان ولايت   له پيښو سره دمبارزې دکميټې  په همکارۍ  د وروستۍ زلزلې له امله دزيانمنو شويو کورنيو په باب وشوه ، ثابته شوه چې  په ټوليزه توګه  د ٣٦٦ کورنيو  داستوګنې کورونه دزلزلې له امله ويجاړ اويا په قسمي ډول  زيانمن شوي دي  چې  همدا اوس دسرې مياشتې ادارې له ٢٨٤ زيانمنو شويوکورنيو سره دوريجو،غوړيو،خرما اوشړيو په ګډون دخوراکي توکو اوجامو مرسته وکړه.
ده زياته کړه چې په هرې کورنۍ  لس کيلو وريجې ، شل کيلوغوړي ، لس کيلو خرما  او دوه شړۍ ويشلې شوې دي .
په همدې  حال کې دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې د ادارې   استازي وويل : چې  ټاکل شوې ده  چې په نورو زيانمنوشويو کورنيو ددغې ادارې  له لارې   خوراکي توکي اولګښتي مالونه وويشل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته