ټولنه

څه دپاسه ١٦٠٠ کورنيو دملي پيوستون دپروګرام دپروژو له اسانتياو څخه ګته واخسته .

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه :
دسمنګانو په ولايت کې څه دپاسه يو زرو شپږ سوه کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام  دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ، دڅوارلسو مليونو څلور څلويښتو زرو افغانيو په لګښت  دملي پيوستون دپروګرام دنهو پروژو کار دسمنګانو ولايت دفيروز نخچير  په ولسوالۍ کې  بشپړ شو چې دټولنيزو مرکزونو او دمحافظوي  ډيوالونو جوړول ، دلاسي بمبو په درولو سره دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل ،  دڅښاک دروغتيايي  ابو دشبکو غځول  او داوبو دزيرمو جوړول پکې شامل دي چې ددغو پروژو له اسانتياو څخه په دغه ولايت کې څه دپاسه يوزرو شپږ سوه کورنۍ ګټه اخلي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام دسمنګانو په ولايت کې ٤١٨ کلي دپرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې يې په بيلابيلو برخوکې ١٤٦٣ پروژې بشپړې  او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته