خبرونهنړۍ

د خپلواک فلسطیني حکومت د رامنځته کېدو احتمال مخ په زیاتېدو دی

نړۍ، د کب ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان پرون سه شنبې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې، چې په جده ښار کې جوړه شوې وه، ویلي چې نړۍ کې د غزې پر ملاتړ وروستیو لاریونونو او تحرکاتو ته په کتو د یو خپلواک فلسطیني حکومت د رامنځته کېدو احتمال مخ په زیاتېدو دی.

نوموړي دغه راز اسرایلي لوري ته ګواښ کړی، چې که پر رفح ښار عملیات ترسره کړي، پایلې به یې ډېرې بدې وي.

شهزاد فیصل دغه راز زیاته کړې، چې له ځینو هېوادونو څخه یې د یو خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کېدو او رسمیت پېژندو په اړه مثبت پیغامونه ترلاسه کړي او دغه راز په دې اړه د اکثریتو هېوادونو په دریځ کې نرموالی راغلی دی.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته