سیاست

د ملي امنیت سلاکار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې پولیس او مسوولین تقدیر کړل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٦ :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چهار شنبې پر ورځ د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې پولیس او مسوولین، په کابل ښار کې د یوې خونړۍ چاودنې د مخینوي له امله تقدیر کړل.
دملي امنيت دسلاکاروياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو تېره ورځ د کشفي اطلاعاتو او د خلکو د همکارۍ په ترڅ کې زیاته اندازه چاودیدونکي مواد، چې په بوشکو کې ځا پر ځای شوي وو کشف او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپارل.
ملي امنیت سلاکار په همدې اړوند جوړو شویو مراسمو ته په خپلو خبرو کې د  پنځمې امنیتي حوزې د مسوولینو او پولیسو له مسلکي او کشفي اقدام څخه قدردانی وکړ. نوموړي وویل، چې د پنځمې امنیتي حوزې منسوبین تېره ورځ په دې بریالي شول، چې په خورا هوښیارۍ او بې مثاله شجاعت سره د یوې تروریستي پیښې، چې خدای مه کړه زموږ ښاریان به یې سخت غمجن کړی وای مخه و نیوله.
اتمر وویل، چې پولیس د پخوا په پرتله پیاوړي او مسلکي شوي، دوی د کشفي اطلاعاتو او د خلکو د همکارۍ پر بنسټ پر دې بریالي شول ترڅو د دښمن ناوړه پلان کشف او خنثی کړي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر همدار راز زیاته کړه، چې د چاودیدونکو توکو کشف له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ بیلګه ده، نوموړي وویل کله چې خلک پر خپلو پولیسو اعتماد ولري او پولیسو ته په وخت مالومات ورسوي،  پولیس کولی شي په شجات او میړانه له خپلو خلکو څخه دفاع وکړي.
په دې مراسمو کې د اعلی سرقوماندانۍ په چارو کې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال سترجنرال افضل لودین، د اطلاعاتو د اخذ او همغږۍ سرپرست رییس جنرال بهادرشاه احمدی، د کابل امنیې قوماندان حسن شاه فروغ او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد سالم الماس هم ګډون درلود.
د مراسمو په پای کې د کابل امنیې قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ د ملي امنیت له سلاکار او د نوموړي په وساطت د افغانستان جلالتماب ولسمشر او ټول ملت ته د امنیت د تامین په لاره کې د هر ډول هلو ځل ډاډ ورکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته