امنیت

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال د ماين په چاودنه کې ووژل شو

کابل باختر د ليندي دولسمه :
دننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال نن په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاونې له امله ووژل شو .
دغه پيښه د چپرهار ولسوالۍ د غورآباد په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د نعيم خان او دهغه دساتوونکو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دچپرهار ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال نعيم خان ووژل شو او درې تنه ساتونکي يې ټپيان شول .
عيني شاهدان وايي چې دپوليسو دغه مسوول په يوه شخصي کرولا موټر سپور و او په چپرهار کې په ګزمې  بوخت و چې بريد پرې وشو او ووژل شو .
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان د چپرهار دامنيې قومانداني د مرستيال دترور مسوول بولي او وايي چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته