امنیت

د هرات ولايت يو مسوول د فساد په تور په بند محکوم شو

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
د هرات ولايت د کادستر آمر د اداري فساد د جرمونو د ابتدائيه محمکې له خوا د شپږو مياشتو بندپه سزا محکوم شو.
تورن د خپلو قانوني صلاحيتونو څخه د ناوړې استفادې په تور نن  د اداري فساد د جرمونو د ابتدائيه محکمې په علني قضايي غونډه کې چې د قضاوتيار شيرآقا منيب په مشرۍ جوړه شوې وه؛ په مجازاتو محکوم شو.
د کادسترپه آمر د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ پورې اړوندد بيدک او حسن آباد د کليو د ځمکو د يوې برخې د سروې د بدلون تورلګول شوى دى.
ده په ابتدايي تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى او د اداري فساد د جرمونو د ابتدائيه محکمې په علني قضايي غونډه کې د شپږو مياشتو تنفيذي بند په سزا محکوم شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته