سیاست

د میدان وردګو ولايت مرستیال وايي د ولس پوښتنه او خدمت مو اساسي دنده ده.

میدان ښار دمرغومی اوه ویشتمه باختر
د میدان وردګوولايت مرستیال وايي د دهيواددهروګړي احوال اخیستل د چارواکو دنده ده او په خبره یې دوی غواړي خپله دا دنده په ښه توګه ترسره کړي.
مرستیال والي  ذاکر حسین سلطاني نن د جدي میاشتې په «۲۶» نیټه د یوه پلاوي په مشرۍ د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ ته سفر وکړ.
ددې سفر موخه د هغې پیښې څیړنه وه، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې سیدآباد ولسوالۍ کې د معصومې په نوم یوه انجلۍ وژل شوې وه او د سیمې خلکو ادعا لرله، چې دا پیښه د ملي اردو ځواکونو ‌ډزو له امله رامنځته شوي ده.
ښاغلي سلطاني سره په دې سفر کې د ولایتي شورا مرستیال ښاغلي میرویس امیري او د بیلا بیلو ادارو استازو ملتیا کوله، څو د پیښې څیړنه وکړي.
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکر حسین سلطاني وویل، چې د ولس په درد دردمند دی او په وینا یې د ولسي تلفاتو پیښه کې د غمشریکۍ ترڅنګ ټینګار دادی، چې حقیقت په ډاګه او عدالت تامین شي.
د سیدآباد ولسوالۍ استوګنو خوښي وښوده، چې ولایت مقام یې غږ اوري او د ستونزو د هوارې لپاره یې غواړي کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته