امنیت

يوه شپږ کسيزه ډله مخالفين له دولت سره يوځاى شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧

د دولت يوه شپږ کسيزه ډله وسله وال مخالفين نن په پروان ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.

د چاريکارو له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د ملا محمد عزيز په مشرۍ يوه شپږ کسيزه ډله وسله وال مخالفين د پروان ولايت په شينوارى ولسوالۍ کې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ او د دغه ولايت د سولې د کميتې د هلو ځلو له امله د سولې له بهير سره يوځاى شول.

په هغو مراسموکې چې له همدې امله د دغه ولايت د پوځي او ملکي مسوولينو په ګډون د پروان ولايت د سولې د کميټې په دفترکې جوړه شوى وه؛ د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد د سولې له بهير سره د دغو کسانو پيوستون ښه کار وباله او د دولت د سوله غوښتوونکو پروګرامونو په باب يې خبرې وکړې.

د پروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي د دغې ډلې پيوستون په شينواري ولسوالۍ کې د امنيت په تامينولوکې اغيزمن ګام وباله او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د خپلې سيمې د امنيت په تامينولوکې له نورو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته