سیاست

تبصــره :

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٥ :
دهېواد اوسنى سياسي اوامنيتي فضا داجرائيه قوې او مقننه قوې له غړو څخه  غواړي چې اوسنيو چلنجونو ته دځواب ورکولو په موخه دې لازيات همغږي شي.
د باخترآژانس مفسر ليکي :
د روانې اوونۍ په پيل کې د ولسي جرګې غړو په  يوه حيرانونکي او بې  ساري حرکت کې دکابينې دغړوپه استيضاح لاس پورې کړ اويو شميروزيران بې واکه شول .
هغه څه  چې رامنځته شول چې دوزيرانو او دحکومت دناغړۍ او کم کار کولو نتيجه وبلل شوه  خو يوشمير سياسي کارپوهان او دمدني ټولنې فعالان وايي   داسې نښې نښانې شتون لري چې کولاى شو  دهېواد داستازو دمجلس د روستيو سخت ګيرو دلايل په نورو ځايونو کې ولټوو.   سره له دې چې دولسي جرګې غړي او اداري هيئت  يې  دوزيرانو داستيضاح او بې واکه کولو دلايل يوازې او يوازې ددوى ناغيړي اوپرمختيايي بودجې نه لګول بولي خو دغه بهير په هر نامه اوپتې اوحساب  سره چې رامنځته شوى دى .
اوسني نظام ته  چې  مقننه قوه يې هم يوه برخه ده ناوړې پايلې رامنځته کوي.
همدا اوس يوشمير وزارتونه او خپلواک  کميسيونونه او مستقل رياستونه  دسرپرستانو له  خوا اداره کيږي  دسرپرستانو له  خوا د ادارو درهبرۍ دسناريو  دوام  پخوا دملي شورا ددواړو مجلسونو دغړو دنيوکو په ګډون له يو لړ غبرګونونوسره مخامخ شوى وى  خو دولسي جرګې وروستى پروګرام چې تراوسه پورې د کابينې ديوشمير غړو  دبې واکه کيدو سـبب شوى دى  دسرپرستانو له خوا د ادارو  دادارې بهير لاپسې  جدي کوي په داسې  حال کې چې په ادارو کې  دسرپرستانو دشتون له امله تيرو تجربو ناوړې اوترخې پايلې لرلې دي . 
دولسي جرګې  په وروستيو کړنو سره به دغه بهير لاپسې پراخ شي   چې کيداى شي   په ځينو پرمختيايي برخو،  حکومتوالۍ او دنظام په اصلاح ناوړې اغيزې وکړي.
دغه راز بايد هېر نه کړو  چې اوسنۍ کابينه په آسانۍ سره نه ده  جوړه شوې دا يو  اوږد بهير و  او زيات وخت يې ونيوه چې دحکومت غړي بشپړل شول .
افغانستان داسې  اوسنى بحران او ستونزې تجربه کوي او امنيتي ستونزې
لاپسې جدي کيږي  دوزيرانو په استيضاح او بې واکه کيدو سره به دحکومت  شا لا پسې تشه اوخالي شي .
ددغه شان ستونزو په شتون  او په ولسي جرګه کې دخلکو داستازو دخواره کيدو او متفرق کيدو په شتون کې به په هېواد کې اوسنۍ سياسي فضا ديوبل بحران دمنلو لپاره  چمتو شي.  خو دا چې دهېواد دحالاتو او شرايطو په نسبت په تعقل سره فکر وکړو اوپه هوښيارۍ  اوخردمندانه ډول تصميم ونيسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته