اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې بدلون نه دى راغلى

کابلباختردچنګاښ د مياشتې١:
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت بدلون نه دى راغلى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٣١٥ډالرو وړاندې کيدل، نن هم په ١٣١٥ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٢٠ افغانيو، کويټي په٢٤٧٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٢٠ افغانيو، بحريني په٢٢٥٠افغانيو، عربي په٢١٢٠ افغانيو، ايراني په١٧٢٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٢٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته