امنیت

شل ټنه قيمتي ډبرې په ننګرهار کې کشف او ضبط شوې

کابل   باختر د تلې  دمياشتې  ١  :
د ننګرهار ولايت  دکامې پوليسو  يو هينو موټر او يو تراکتور  چې شل ټنه  قيمتي ډبرې پکې بار  او په غير قانوني  ډول پاکستان ته  ليږدول کيدې  ونيول.
سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وويل  : چې دکامې  ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ  دسيمې  دخلکو په همکارۍ  دغه موټر او تراکتور چې شل ټنه قيمتې ډبرې پکې بار وې کشف اوضبط کړل  او څوک ددغې قضيې په اړوند نه دي نيول شوي  او پوليس دقاچاق وړونکو دنيولو په لټه کې دي.
د مشرقيـــوال  د څرګندونو له مخې :   د ننګــــرهار ولايت  د امنيې قـــوماندانۍ       د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې  پوليسو د جلال  آباد  ښار په  بيلابيلو سيمو
کې د دوکانونو  دپلټنې په وخت کې  يوه  زياته اندازه  پټاقۍ ، د اور توليدونکي  چاوديدونکي  توکي او  ډول   ډول  پلاستيکي وسلـــې کشف اوضبطې کـــــړې  او دخلکو په وړاندې  د امنيې قوماندانۍ دمسوولينو  له  خوا وسوځول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته