امنیت

په قندهارکې د ملي يو والي په موخه غونډه وشوه

قندهار باخترد غبرګولي د مياشتې ۱۷ مه
په قندهارکې د ملي يو والي د پياوړتيا په موخه پراخه غونډه جوړه شوه.
په هغومراسموکې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د قندهار والي زلمي ويسا وويل چې دښمن له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ تفرقه واچوي او له دې بې اتفاقۍ څخه په استفادې سره خپلو ناوړو، شومو، غير انساني او غيراخلاقي اهدافو ته ورسيږي.
هغه زياته کړه چې افغانان يو قوم او يو موټي دي او دښمن به هيڅکله خپل هدف ته ونه رسيږي .
ويسا له ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د قندهار له خلکو څخه هيله وکړه  چې له ژبني، مذهبي، سمتي او قومي تعصب څخه ځانونه وژغوري او ملي يو والی لا پياوړی کړي.
دغه راز په غونډه کې د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شېرزي، قومي مخورو، مدني فعالانو، ځوانانو او مېرمنو ويناوې وکړې او د اتحاد ژمنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته