امنیت

په ننګرهار کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ديوه جومات دملا امام شهادت .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې ديوه جومات ملا امام دناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو سره شهيد کړى شو .
دننګرهار ولايت دنازيانو په ولسوالۍ کې ديوه جومات ملا امام ګل پاچا تيره نيمه شپه په مومند درې ولسوالۍ کې دخپل کور په وړاندې په ډزو سره شهيد کړى شو .
  يرغلګرو لومړى هغه له کور څخه يې بهر کړ او بيايې  پرې ډزې وکړې .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره څيړنې او پلټنې پيل شوي دي .
په همدې حال کې  دسيمې خلک  وسله وال طالبان په دغه ملا امام د ډزو عامل بولي .
ديوبل خبر له مخې  په هلمند ولايت کې يو قومي مخور دناپيژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو .
په دغه قومي  مخور پرون ناوخته دګرمسير ولسوالۍ په لاره کې ديرغلګرو له خوا بريد وشو او ووژل شو .
دهلمند پوليس وسله وال طالبان ددغه قومي مخور د ترور عامل بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته