ټولنه

خلکو ته د ټانکرونو په واسطه اوبه ليږدول کيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : په سرپل ولايت کې د وچکالۍ له امله د څه ناڅه شلو زرو کورنيو د بېځايه کيدو مخه ونيول شوه. د سرپل ولايت د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا رياست مسوولين وايي چې د غير دولتي موسسو په همکارۍ يې د ټانکرونو په واسطه د اوبو رسول په دغه ولايت کې د وچکالي له امله د څه د پاسه شلو زرو کورنيو د بېځايه کيدو مخه ونيول شوه . دسرپل ولايت د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس جاويد باختر آژانس ته وويل چې د ملګرو ملتو سازمان د يونيسف د دفتر، دسويډن دبشردوستانه همکاريو او د (زوا) دفتر په مالي مرسته د دغه ولايت د طبيعي پيښو د څيړنې دکمېټي په همغږۍ له يوې مياشتې را په دې خوا د صياد، سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي د ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز په ١٢٠ کليو د نهو ټانکرونو په واسطه خلکو ته اوبو رسوي. ده زياته کړه چې دغه بهير تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې دوام کوي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته