کابل باختر دورې دمياشتې ٦ :
دجمهوري رياست نوماندسردارمحمدنعيم نن په يوه خبري غونډه کې د جمهوري رياست د بل نوماند ډاکترزلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ څخه تېر شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: سردارمحمدنادرنعيم د جمهوري رياست په انتخاباتي مبارزوکې له ګډون څخه د تيريدو په اعلامولوسره وويل: له ډاکترزلمي رسول سره د ده د نظريو دنږديوالى په دليل د جمهوري رياست له انتخاباتي مبارزو څخه د ده په ګټه تيريږي.
د سردارنعيم په ګوښه کيدو سره اوس دجمهوري رياست اته تنه نور نوماندان د دې فرصت لري چې د وري دمياشتې تر ديارلسمې نيټې پورې خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام ورکړي .
د انتخاباتوخپلواک کميسيون پخوا ويلي و چې د بل نوماندپه ګټه د يوه نوماند تيريدل نه شي کولاى په انتخاباتي بهير اغيزه وکړي. ځکه درايو ورکولو پاڼې پخوا
چاپ شوې دي او د جمهوري رياست د نوماندانو موقعيت په دغو پاڼوکې ثبت شوى دى.
پخوا قيوم کرزي هم د ډاکتر زلمي رسول په ګټه تېر شو او جنرال عبدالرحيم وردګ له خپلو انتخاباتي مبارزو څخه لاس واخيست.
1 1 دقیقه لوستل