کابل باختر د تلي شپاړسمه :
دنجونو دواليبال سيالۍ دښوونې او روزنې پوهنتون او دکابل پوهنتون دټيمونو ترمنځ نن په کابل کې پيل شوې .
دالمپيک دملي کميټې دواليبال فدراسيون مرستيال عارف پيمان ددغوسياليو دترسره کولو هدف د ښوونې او روزنې پوهنتون او دکابل پوهنتون دنجونو محصلانو ترمنځ دواليبال دودې او پراختيا او د کابل منتخب ټيم ته دغوره څيرو جذب وبلل او دباخترآژانس خبريال ته يې وويل : دغه سيالۍ چې د ښوونکي دورځې په مناسبت دشهيد برهان الدين رباني دښوونې او روزنې په پوهنتون کې پيل شوي دي دوه ورځې دوام مومي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دغو سياليو کې دښوونې او روزنې له پوهنتون څخه دوه ټيمونه دکابل پوهنتون دليليې له برخې څخه دوه ټيمونه ګډون لري .
ديادونې وړده ددغو سياليو په پاى کې په لومړي او دويم ټيمونه شخصي شي او دنجونو غوره څيرې دالمپيک دملي کميټې فدراسيون منتخب ټيم ته وټاکل شي .
0 1 دقیقه لوستل