امنیت

دولس تنه وسله وال غله ونيول شول

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٥
دکابل دپوليسويو مقام وايي دولس تنه غله چې دکورونو او دنقليه وسايطو په غلا کې يې لاس درلود ونيول شول .
دباختر آ ژانس دخبرله مخې : دکابل دامنيي قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس  سمونوال سيدګل آقا هاشمي  نن  په يوه خبري غونډه کي وويل
چې ددغې قوماندانۍ  له جنايي  جرمونوسره دمبارزې موظفينو  وکولاى شول د کابل ښاريانو په همکارۍ  دولس تنه وسله وال غله دکابل ښار له بيلابيلو سيمو څخه ونيسي .
په  دوي باندې دکورونو ، موټرونو او دوسايطو دنمبرپليټونو دغلا تورلګول شوى دى .
له نيول شويو کسانو څخه  شپږ تنه يي دوه ورځې مخکې  دخيرخانې مينې له يو کور څخه دنغدو پيسو ،  ګاڼو او ديو موټر دغلا په تور د چاريکارو له ښارڅخه ونيول شول .
دغه  راز دغو شپږو تنويوبل موټر چې دکابل ښار  دلومړۍ ناحيې له ساحې څخه يې  غلا  کړاى و او غوښتل يې جلال اباد ښارته وليږدوي چي بريالي نه شول .
دکابل دپوليسو له جنايي جرمونوسره دمبارزې رييس وويل : چې له دغو غلو څخه  يوه اندازه لرغوني اثار او يو موټر هم ترلاسه شوى دى .
غلا  کړاى شوي لرغوني اثار او نمبرپليټونه بيرته خاوندانو ته يې سپارل شوي دي.
دغه راز ده وويل : په کابل ښارکې دجرمونو ګراف کمښت موندلى دى ، په داسې حال کې چې تيره مياشت   دوژنې اوولس پيښې ترسره شوې وې  چې په اړوند يې  څلرويشت تنه نيول شوي وو  . دکورونو  دوسله والو غلاو يوولس پيښې رامنځته شوې وې  چې په اړوند يې شپږ څلويښت تنه نيول شوي دي   او دوسايطو دغلا دڅوارلسو پيښو په اړوند دوه ديرش تنه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته