امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه په ر وزګان ولايت کې ١١ تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول . دغه جګړه تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې پوځيانو د وسله والو طالبانو له خوا د څو تنو مسافرينو د تښتولو مخه ونيوله . د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ١١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. ده وويل چې دغو وسله والو طالبانو پر يوه مسافر وړونکي بس موټر په بريد سره غوښتل د دغه موټر سپرلۍ وتښتوي چې پوځيانو د هغوى مخه ونيوله. په دغو بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته