ټولنه

ډاکتر کمال سادات : ځوانان دې دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې هڅه وکړي

کابل باختر دوږي اوومه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن دځوانانو په ملي کنګره کې ټينګاروکړ چې ځوانان دې دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې هڅه او هاند وکړي دځوانانو ملي کنګره ديوشمير دولتي چارواکو او دهېواد دمرکز او ولايتونو ديوشمير ځوانانو په ګډون په کابل کې جوړه شوه . په دې کنګره کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د چارو معين دنشه يي توکو دکارولو دزيانونو او دهغو د ناوړو پايلو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه او دهغو دکارولو مخنيوي دهر افغان او په تيره بيا دځوانانو ملي مسووليت دى ده زياته کړه که چيرې دنشه يي توکودکارولو مخه ونه نيول شي دهېواد راتلونکي نسل به دتباهي په لور لارشي او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې په خپلو ولايتونو کې دې دنشه يي توکو دکارولو دزيانونو په اړوند ځوانانو ته معلومات ورکړي او ددغې کرغيړنې پديدې پرخلاف مبارزه کې کارنده ونډه واخلي . دغه راز دځوانانو دچارو معين ددغې کنګرې په جوړولو کې د کولمبو پلان ادارې دهمکارى له امله مننه وکړه په دې پروګرام کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت دهمغږى اوپالسي معين جاويد قايم دنشه يي توکو دکارولو دزيانونو او په نشه يي توکو دځوانانو دروږدي کيدو ددلايلو په برخه کې معلومات ورکړل او ددغې کرغيړنې پديدې پرخلاف مبارزه يې حتمي کاروباله . دلوړو زده کړو وزارت معين احمد شير محجور هم دنشه يي توکو دکارولو دناوړو اغيزو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې دنشه يي توکو دکارولو او دهغو دناوړو پايلو دمخنيوي په لاره کې ځوانانو ته دپوهاوي ورکولو دپروګرامونو جوړول ارزښتناک ګام دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته