سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت حکومت د باوري معلوماتو پر بنسټ تأئیدوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۱۳۹۲هجري لمريز کال د حمل په میاشت کې چې د٢٠١٣ ميلادى کال داپريل له مياشتې سره سمون خوري په پاکستان کې مړ شوی دی.

کابل باختر د زمري  اتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت حکومت د باوري معلوماتو پر بنسټ تأئیدوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۱۳۹۲هجري لمريز کال د حمل په میاشت کې چې د٢٠١٣ ميلادى کال داپريل له مياشتې سره سمون خوري په پاکستان کې مړ شوی دی.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
د افغانستان داسلامی جمهوريت حکومت په دې باور دی چې د سولې مذاکراتو ته اوس، تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده، پر همدې اساس، پر ټولو مخالفو وسله والو ډلو غږ کوي چې له دې فرصته په استفادې، د سولې له خبرواترو سره یو ځای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته