امنیت

په فراه کې ددريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون  په فراه ولايت کې ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په پشت رود ولسوالۍ کې په يوه  کمين کې ووژل شول .
په دې پيښه کې دوه تنه نور طالبان ټپيان شوي او ددوى يوه کلاشينکوف ترلاسه شوى .
ديوبل خبرله مخې، دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددويمې پلې لوا دمنسوبانو  په عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې  يوه سيمه ئيز قوماندان له ساتوونکى سره دپوځيانو له خوا ونيول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل  يوملکي وګړى دفراه ولايت  دانار درې په ولسوالۍ  کې ديوماين دچاودنې له امله شهيد کړى شو .
ويل کيږي چې ماين دوسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوى و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته