سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل پروسې دکنفرانس په څنډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، عصمت الله ایرګاشیف په هېواد کې د وروستۍ تروریستي پېښې په اړه د ازبکستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپل تسلیت او خواخوږۍ مراتب جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته څرګند کړل.
هغه د کابل پروسې  جوړیدل بریالي وارزول او یو ځل بیا یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان څخه د ازبکستان ملاتړ په ډاګه کړ. 
عصمت الله ایرګاشیف وویل، ازبکستان له افغانستان سره د خپلو اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دی او د دغه هېواد اړوند ټیمونه  به د هغو اقتصادي  پروګرامونو په اړه چې دواړو هېوادونو ورباندې توافق  کړی دی، کار کوي.
جمهوررئیس غني له عصمت الله ایرګاشیف څخه د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون او دغه راز  یې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د رامنځته کېدو له امله، مننه وکړه.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ، برېښنا انرژۍ، ترانزیټ، د سوداګریزو مالونو د راکړې ورکړې، کرنې او کورجوړونې په برخو کې د همکاریو د پراخولو اړتیا ده.
د هېواد جمهوررئیس وویل، افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ګمرکونو په برخه کې د اړیکو لازیاتې پراختیا ته تیار دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته