امنیت

د شاجوی ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوی ولسوال وژل کېدل

قلات باختر د وږي ۵ مه
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له  لوري نومول شوی  ولسوال ملا محمد علي له دوو نورو ملګرو سره وژل شوی  دی.
د زابل ولايت د امنیې قوماندان محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه  یېز خبریال ته وویل چې،هوايي ځواکونو پرون د شاجوی ولسوالۍ په شوبار سیمه کې  برید کړی.
هغه زیاتوي چې په  ترسره شوي برید کې د دغې ولسوالۍ لپاره د  طالبانو نومول شوى ولسوال او د زندان د مسوول په ګډون دوه تنه نور طالبان هم وژل شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته