ټولنه

روزګاني دیني عالمان او قومي مشران: ښځو ته به خپل حقونه ورکوي

ترینکوټ باختر د مرغومې لومړۍ نېټه په روزګان ولایت کې په لومړي ځل قومي مخورو اودیني عالمانو ښځو ته د حقونو پر ورکړې ټينګار وکړ. دغه دیني عالمان او قومي مخور نن د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښارکې د ولایتي شورا په تالار کې راغونډ شوي وو. د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې دیني عالمانو او قومي مخورو وویل چې په روزګان کې لاهم ښځوته هغه حقوق نه دي ورکول شوي، کوم چې دوی ته په سلام او د افغانستان په اساسي قانون کې ورکول شوي دي. دغه قومي مخورو او دیني عالمانو د یوپنځه ماده یېز پرېکړه لیک په صادیرولو سره ژمنه وکړه چې له دې ورسته به ښځوته ټول هغه حقوق ورکوي کوم چې اسلام او قانون ورکړي وي. د یادوني وړه چې په دغه ولایت کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی دی. په بدو کې د نجونو ورکول،د زده کړې حق نه ورکول او په کم عمر کې د نجونو ودول هغه ناوړه دودونه دي چې لا هم په دغه ولایت کې شتون لري. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته