ښوونه او روزنه

په سمنګانوکې د اووښونځيو دجوولو کار پيل شو

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دسمنګانو ولايت د بر دره صوف په ولسوالۍ کې د يو مليونو ډالرو په لګښت د اووښونځيو د ودانيو دجوړولو کار پيل شو.
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجنير محمد آصف دولت شاهي باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو د ودانيو دجوړولو لګښت يو مليون ډالره دي چې د دره صوف ولسوالۍ ته د حکومت د ١٣٩١ کال له پرمختيايي بودجې څخه تمويليږي چې دغه پيسې د سمنګانو ولايت دخلکو د استازي ډاکترې معصومې د هلوځلو له امله يې دماليې د وزارت له لارې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت ته ليږدول شوى دى ، دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دسيمه ييز سمون دپروګرام له لارې تطبيقيږي.
د ده دڅرګندونو له مخې: همدا اوس د پنځو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو کار د قراردادي شرکتونو له خوا پيل شوى دى  او ټاکل شوې ده، هر ښوونځي ته اته درسي او څلور اداري خونې په پاخه او اساسي ډول په يو پوړکې جوړ شي او د دوونورو کار به ډير ژر پيل شي.
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د بر دره صوف ولسوالۍ احمد علي حسيني وايي:  په دغو ودانيو کې له شيخک دکلي نجونو د منځنى ښوونځى،د دهانه قور او د ولسوالۍ د مرکز د هلکانو د ليسو ، د رشک دکلي د نجونو، د چاردهي د نجونو او د زرني د نجونو د ليسې او د دغې ولسوالۍ د وادي بلاغ دکلي د ليسې ودانۍ شامل دي .
د ولسوال دڅرګندونو له مخې: ددغو ښوونځيو زده کوونکي د لوست دمناسب ځاى د نشتوالى له امله له ستونزو سره مخامخ وو چې اوس هغوى په کرايي کورونو او تر خيمو لاندې په زده کړې بوخت دي چې د دغو ښوونځيو ودانيو په بشپړيدو سره به د څه دپاسه ٥ زرو تنو زده کوونکو ستونزې حل شي.
ددغې ولسوالۍ د پوهنې مسوولينو د دغو ودانيو د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته