امنیت

شپږ تنه طالبان دملي اردو دځواکونو په کمين کې ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
په هلمند ولايت کې تيره شپه دملي اردو دځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ دجګړې په بهير کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل :دغه جګړه دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې طالبان دخپلو وسلو په ليږدونې بوخت و چې دملي اردو د ځواکونو له کمين سره مخامخ شول او دجګړې له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته