امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د هېواد په شمال او شمال ختيځ زون کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل :
د کندز ولايت په مرکز د باغ شرکت په ساحوکې د ملي اردو د سرتيرو د توبچي د ډزو له امله دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول او د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې د محمد رحيم په نامه يو وسله وال طالب له يو ميل کلاشينکوف سره د سولې له پروګرام سره يوځاى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته